پوهنمل حفیظ الله ايوبي - پوهنمل زبیر احمد مجددي د پوهندوی علمي رتبې په موخه کانفرانس وړاندې کړ.

kundoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۳ - ۹:۳۲
er

پوهنمل حفیظ الله ايوبي - پوهنمل زبیر احمد مجددي د پوهندوی علمي رتبې په موخه کانفرانس وړاندې کړ.

سه شنبه 12/10/1444 ه ق 12/2/1402 ه ش سره سمون لري د کندوز پوهنتون ،د ښونې او روزنې پوهنځي د دري ژبې او ادبياتو څانګې کادري غړي ښاغلي پوهنمل زبیر احمد مجددي له پوهنمل علمي رتبه څخه د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفیع په پار (د دري ژبې جوړښتونه د معاصرې ژب پېژندنې په لحاظ) او ترڅنګ یې د اقتصاد پوهنځي مالي او بانکي څانګې علمي کادر ښاغلي پوهنمل استاد حفیظ الله ايوبي د پوهنمل علمي رتبې څخه د پوهندوی علمي رتبې ته د (د افغانستان رول په سیمیزه ترانزيت کې) تر سرلیک لاندې خپل علمي کنفرانس د کندوز پوهنتون د مسلکي پرختیا آمریت په(PDC) تالارکې وړاندې کړ.

په دې کنفرانس کې د کندوز پوهنتون علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنيار غلام نبي څپاند، د مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري محمد امير صادق ، د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي ،ژوري پلاوي، د پوهنځیو ښاغلو رئیس صاحبانو او استادانو ګدون کړی وو .

ښاغلو استادانو خپل موضوعات په ډیر ښه شکل سره وړاندې کولو ترڅنګ د ګډونوالو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

همداراز د ژوري پلاوي پورته یاد شوی کنفرانس تائید کړ او استادانو ته یې د څښتن تعالی له در باره دلازیاتو علمي بریاو هيله څرګنده کړه.

د کندوز پوهنتون دعامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۲۰
Background image

د کندوز پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د نوښتونو او څېړنیزو پروژو نندارتون ترسره شو چې پکې ۴۲ تنه محصلان او د پوهنځي ټول استادان تقدیر شول

د1405 هـ .ش کال د چنګاښ 24 مه، چهارشنبه، د کندوز پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له لوري د محصلانو د کمپیوټري پروګرامونو، نوښتونو او څېړنیزو پروژو نندارتون د پوهنتون د رئیس، الحاج مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۳:۱۶
Background image

جلسۀ نوبتی شورای علمی معاونیت امور علمی پوهنتون کندز تدویر گردید!

جلسه نوبتی شورای علمی پوهنتون کندز به تاریخ ۱۴۰۵\۱\۱۷هـ ش مطابق ۱۸\۱۰\۱۴۴۷ هـ قبه رهبری  محترم پوهنیار ضیاوالدین سیرت معاون امور محصلان  و سرپرست  پوهنتون کندز  با حضور  اعضای  شورای. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۱۰
Background image

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت کې اداري شورا ناسته ترسره شوه

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې اداري شورا ناسته ترسره شوه، چې په کې د مالي او اداري چارو محترم مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب، د اړوندو آمریتونو آمرین، مدیران. . .

BACK TO NEWS