د محصلینو چارو مرستيال د په ليليه کې د‌اطاقونو له استازو سره وکتل

kundoz_admin
Wed, Nov 01 2023 11:52 AM
897gh

د محصلینو چارو مرستيال د په ليليه کې د‌اطاقونو له استازو سره وکتل

د کندوز پوهنتون محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت صاحب، چې د لیلې عمومي مدير ښاغلي حميد الله عمري او د محصلینو خدماتو انسجام آمر ښاغلي صفی الله الکوزي هم ګډون درلود د کندوز پوهنتون د ذکور په ليليه کې د اطاقونو له استازو سره د پوهنتون د غونډو په تالار کې وکتل.

په غونډه کې د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت صاحب ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: خپلو درسونو ته توجو زیاته کړئ، ترڅو ټګۍ ته د پای ټکی کېږدئ. او دغه راز یې د د لیلې د نظم او سپلين په پام کې نيولو سره خپل وړانديزونه او مشکلات د محصلینو چارو معاونیت او اړوند څانګو سره شریک کړئ.

په غونډه کې د لیلې د اطاقونو استازو په خپل نوبت سره خپل مشکلات او وړانديزونه د محصلینو چارو مرستيال سره شریک کړل.

د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت صاحب د یادو استازو وړانديزونه او مشکلات واورېدل او د حل په برخه کې ورته پوره ډاډ ترڅنګ ورته يولړ اړینې سپارښتنې وکړې.

نېټه: سه شنبه,9/4/1445 ه ق ،2/4/1402 ه ش

Latest news

Mon, Nov 06 2023 10:39 AM
Background image

جلسه تحقیقات علمی ماهوار از سوی معاونیت تحقیقات علمی پوهنتون کندز برگزار شد

جلسه تحقیقات علمی ماهوار از سوی معاونیت تحقیقات علمی پوهنتون کندز برگزار شد.

جلسه تحقیقاتی درتالارآمریت انکشاف مسلکي استادان (PDC)پوهنتون کندز به رهبری پوهنوال ډاکټر خیبر سیفي معاون. . .

Mon, Nov 06 2023 10:27 AM
Background image

کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري د خصوصي پوهنتونونو لپاره د دعوت او ارشاد آمرینو څخه ازموينه واخيستل شوه

کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري د خصوصي پوهنتونونو لپاره د دعوت او ارشاد آمرینو څخه ازموينه واخيستل شوه

د کندوز پوهنتون رهبرۍ د‌ لوړو زده کړو محترم وزارت په هدایت د دې ولايت 5 خصوصي. . .

BACK TO NEWS