د کندوز پوهنتون بېلا بېلو پوهنځیو ترمنځ د کرکټ 10 اوریزه ورزشي سیالۍ پیل شوې

kundoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۱:۰
8465

د کندوز پوهنتون بېلا بېلو پوهنځیو ترمنځ د کرکټ 10 اوریزه ورزشي سیالۍ پیل شوې

په کندوز پوهنتون‌ د‌ بېلابېلو پوهنځيو ورزشي لوبډلو ترمنځ د کرکټ 10 اوریزه سیالو لړۍ تيره ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په دغه مراسمو کې کندوز پوهنتون د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي ، د پوهنځیو د کرکټ لوبډلو مسئولينو او استادانو ګډون کړی و.

لومړۍ‌ سیالۍ د وترنرۍ علومو پوهنځي د کرنې پوهنځي ترمنځ ترسره شوه.

د وترنرۍ علومو پوهنځي لوبډلې په ټاکلو 10 اورونو کې سیالې لوبډلې ته 111 هدف کېښود.

د کرنې پوهنځي لوبډلې د 9/1 اورونو کې یاد هدف پوره کړ.

هیره دې نه وي چې دغه 10 اوریزه سیالۍ به 10 ورځې دوام وکړي.

نېټه: 26/6/1402 ه ش

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS