د کندوز پوهنتون ذکورو ليليه کې د محصلینو د لا ښې همغږۍ په پار کمېټه جوړه شوه

kundoz_admin
Tue, Sep 19 2023 9:08 AM
7686

د کندوز پوهنتون ذکورو ليليه کې د محصلینو د لا ښې همغږۍ په پار کمېټه جوړه شوه

د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت په مشرۍ ، محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي په ملتیا د دعوت او ارشاد محترم آمر م و ل و ي صاحب عبدالحکیم عابدي، د ليلې لوی مدیر ښاغلي حميد الله عمري ترڅنګ د یو شمېر بیداره محصلینو په همکارۍ د پوهنتون ذکورو ليليه کې د رهبرۍ له لوري د دعوت او ارشاد کمېټه جوړه شوه.

یاده کمیټه به د کندوز رهبرۍ او د دعوت او ارشاد آمریت په هدایت د نورو محصلينو په بیدارۍ، اوونيزو اصلاحي درسونو او یو شمېر نورو اړينو فعاليتونو کې فعالت ترسره کوي.

نېټه: دوشنبه،27/6/1402 ه ش