د کندوز پوهنتون رئيس او مرستيالانو د لوړو زده کړو محترم وزارت په انلاين کنفرانس کې ګډون وکړ

kundoz_admin
Sat, Sep 09 2023 11:07 AM
8678

د کندوز پوهنتون رئيس او مرستيالانو د لوړو زده کړو محترم وزارت په انلاين کنفرانس کې ګډون وکړ.

د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت ، د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند او د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست له لوري په انلاين جوړ شوي کنفرانس کې ګډون وکړو.

په یاد کنفرانس کې د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست محترم رئیس ش ی خ صاحب شاکر الله وحدت په مشرۍ ترسره شو چې د هېواد د ټولو دولتي پوهنتونونو رئیس صاحبانو او مرستيالانو په کې ګډون کړی وو.

دغه راز په یاد انلاين کنفرانس کې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د دعوت او ارشاد آمر صاحبانو ترڅنګ د پوهنتونونو د اسلامي ثقافت استادانو په افتخاري درسونو بحث او نظرونه وړاندې شول.

نېټه: چهارشنبه 15/6/1402 ه ش