د کندوز پوهنتون رئيس په مشرۍ رهبري شورا ناسته ترسره شوه

kundoz_admin
Sun, Sep 10 2023 3:22 PM
456

د کندوز پوهنتون رئيس په مشرۍ رهبري شورا ناسته ترسره شوه

یاده غونډه چې د غونډو په تالار کې ترسره شوه چې په کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت په ګډون د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ، د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي او د رهبرۍ شورا ښاغلو غړو ګډون کړی و.

غونډه د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت له لوري ګډونوالو ته د ښه راغلاست سره پیل شوه او ترڅنګ يې د رهبرۍ شورا ناستې د اجنډا اړوند د ش ی خ و له لوري د دې علمي بنسټ محصلینو ته دیني علمي درسونو وړاندې کولو مهالوېش ترڅنګ د استادانو او محصلینو په حاضرۍ باندې تاکئید او یوشمېر نورو اړينو موضوعاتو په هکله ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

دغه راز په آزاد بحث کې ، د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي، د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند او د رهبري شورا ښاغلو غړو د اجنډا اړوند خپلې ارزښتناکې خبرې ګډونوالو سره شریکې کړې.

غونډه د ښو پایلو له ترلاسه کولو وروسته په یوشمېر اړینو موضوعاتو نظرونه وړاندې شول او تصمیمونه ترڅنګ څو اړینې پرېکړې ترسره شوې.

یاده رهبري شورا ناسته د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي په دعا پای ته ورسېده.

نېټه: شنبه 24/2/1445 ه ق 18/6/1402 ه ش