د کندوز پوهنتون رهبرۍ او استادانو د لوړو زده کړو وزارت په انلاين کنفرانس کې ګډون وکړو

kundoz_admin
Sat, Sep 02 2023 2:56 PM
654

د کندوز پوهنتون رهبرۍ او استادانو د لوړو زده کړو وزارت په انلاين کنفرانس کې ګډون وکړو.

په دغه کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت ، علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ، د کرنې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنمل ګل آغا صادق ، د کرنې پوهنځي په شمول د وترنرۍ علومو پوهنځي استادانو ګډون کړی وو.

یاد کنفرانس د لوړو زده کړو محترم وزارت علمي معين ښاغلي دوکتور لطف الله خيرخوا په مشرۍ د مرکزي پوهنتونونو په حضوري او د هېواد ټولو ولایتونو پوهنتونونو مسوولينو په انلاين ډول د زرغون انقلاب پروسې تر عنوان لاندې انلاين علمي کنفرانس جوړ کړ.

په دغه کنفرانس کې د کندوز پوهنتون رهبرۍ او

یو شمېر استادانو هم په خپل نوبت سره نظرونه او وړانديزونه د لوړو زده کړو محترم وزارت او د کابل پوهنتون له استادانو سره شریک کړل.

نېټه: ۱۶/۳/۱۴۴۵ ه ق، ۱۱/۶/۱۴۰۲ ه ش

د عامه پوهاوي اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

Latest news

Mon, Nov 06 2023 10:39 AM
Background image

جلسه تحقیقات علمی ماهوار از سوی معاونیت تحقیقات علمی پوهنتون کندز برگزار شد

جلسه تحقیقات علمی ماهوار از سوی معاونیت تحقیقات علمی پوهنتون کندز برگزار شد.

جلسه تحقیقاتی درتالارآمریت انکشاف مسلکي استادان (PDC)پوهنتون کندز به رهبری پوهنوال ډاکټر خیبر سیفي معاون. . .

Mon, Nov 06 2023 10:27 AM
Background image

کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري د خصوصي پوهنتونونو لپاره د دعوت او ارشاد آمرینو څخه ازموينه واخيستل شوه

کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري د خصوصي پوهنتونونو لپاره د دعوت او ارشاد آمرینو څخه ازموينه واخيستل شوه

د کندوز پوهنتون رهبرۍ د‌ لوړو زده کړو محترم وزارت په هدایت د دې ولايت 5 خصوصي. . .

BACK TO NEWS