د کندوز پوهنتون پوهنځیو رئیس صاحبانو _ استادانو د دې علمي بنسټ د نوي رئيس صاحب سره وکتل

kundoz_admin
Sat, Sep 09 2023 10:51 AM
678

د کندوز پوهنتون پوهنځیو رئیس صاحبانو _ استادانو د دې علمي بنسټ د نوي رئيس صاحب سره وکتل.

په دغه لیدنه کې کې چې د‌کندوز پوهنتون په ریاست کې وشوه د مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري محمد امير صادق په ګډون د پوهنځیو رئیس صاحبانو ، د څانګو آمرینو او اداري کارمندانو د کندوز پوهنتون نوي رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت ته د مبارکۍ ويلو ترڅنګ د هغه ته ډاډ ورکړ چې د کندوز پوهنتون ټول پرسونل ستاسو سره په دې ستړي مزل کې اوږه په اوږه ولاړ دي او د دې علمي بنسټ د پرمختګ لپاره به د هیڅ راز همکارۍ دریغ ونه کړي.

نېټه: چهارشنبه 15/6/1402 ه ش