د کندوز پوهنتون 25 اداري کارمندانو لپاره د کمپيوټر اړوند دظرفيت لوړولو درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

kundoz_admin
Tue, Sep 12 2023 9:26 AM
3422

د کندوز پوهنتون 25 اداري کارمندانو لپاره د کمپيوټر اړوند دظرفيت لوړولو درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

یاد ورکشاپ د مسلکي پراختيا (PDC) آمریت له لوري د کندوز پوهنتون 25 اداري کارمندانو لپاره د کمپيوټر دظرفيت د لوړولو درې ورځنی ورکشاپ د مسلکي پراختيا (PDC) آمریت‌د غونډو په تالار کې پیل شو.

د ورکشاپ پیل کې د کندوز پوهنتون علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: درې ورځو کې به تاسې د بېلابېلو پروګرامونو سره بلد شئ، او په ورځنيو چارو کې به لا ډېر برلاسی پيدا کړئ، هیله ده چې تاسې په دې درې ورځو کې ډېر څه زده او خپلو ورځنيو چارو کې عملي کړئ.

هیر دې نه وي چې یاد ورکشاپ به دوه ورځې نور هم د مسلکي پراختيا آمر ښاغلي پوهنیار ولي محمد ودید له لوري د دې علمي بنسټ اداري کارمندانو لپاره وړاندې شي.

نېټه: دوشنبه ، ۲۶/۲/۱۴۴۵, ه ق ۲۰/۶/۱۴۰۲ ه ش

Latest news

Mon, Nov 06 2023 10:39 AM
Background image

جلسه تحقیقات علمی ماهوار از سوی معاونیت تحقیقات علمی پوهنتون کندز برگزار شد

جلسه تحقیقات علمی ماهوار از سوی معاونیت تحقیقات علمی پوهنتون کندز برگزار شد.

جلسه تحقیقاتی درتالارآمریت انکشاف مسلکي استادان (PDC)پوهنتون کندز به رهبری پوهنوال ډاکټر خیبر سیفي معاون. . .

Mon, Nov 06 2023 10:27 AM
Background image

کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري د خصوصي پوهنتونونو لپاره د دعوت او ارشاد آمرینو څخه ازموينه واخيستل شوه

کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري د خصوصي پوهنتونونو لپاره د دعوت او ارشاد آمرینو څخه ازموينه واخيستل شوه

د کندوز پوهنتون رهبرۍ د‌ لوړو زده کړو محترم وزارت په هدایت د دې ولايت 5 خصوصي. . .

BACK TO NEWS