په کندوز پوهنتون د ا م ا ر ت پېژندنې او الحق المبین کتاب لوستنې سیالۍ پايلې

kundoz_admin
Sun, Oct 22 2023 2:39 PM
456hgf

په کندوز پوهنتون د ا م ا ر ت پېژندنې او الحق المبین کتاب لوستنې سیالۍ پايلې د کندوز پوهنتون رهبرۍ د ولايت مقام استازو او د ریاستونو محترمو رئيس صاحبانو، په شتون کې د محصلینو چارو معاونیت په همغږئ د ېوې ځانګړې کميټې له لوري تېرې پنجشنبه په ورځ د ېوې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.

د یادې ازموينې پای غونډه کې د کندوز رهبرۍ او نورو مسوولينو له لوري د کتاب لوستنې په اهميت او ګټو باندې خبرې وشوې او د مطالعې په دودولو ټینګار وشو.

دغه راز وترنرۍ علومو پوهنځي محصل قاري جميل د محمد کريم زوی د (الحق المبین) او‌ د ښوونې او روزنې پوهنځي محصل، نوید امت، د ا م ا ر ت پېژندنې کتاب لوستنې سیالۍ لومړي مقام لرونکي اعلان شول.

د‌ کتاب لوستنې سیالۍ څلورو غوره محصلینو ته د کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري چمتو کړې تحفې لکه کمپيوټر ، مبایل او باسیکل د هڅونې په پار ډالۍ شو. او پاتې 700 محصلینو لمنځه 20 کسانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

Latest news

Mon, Nov 06 2023 10:39 AM
Background image

جلسه تحقیقات علمی ماهوار از سوی معاونیت تحقیقات علمی پوهنتون کندز برگزار شد

جلسه تحقیقات علمی ماهوار از سوی معاونیت تحقیقات علمی پوهنتون کندز برگزار شد.

جلسه تحقیقاتی درتالارآمریت انکشاف مسلکي استادان (PDC)پوهنتون کندز به رهبری پوهنوال ډاکټر خیبر سیفي معاون. . .

Mon, Nov 06 2023 10:27 AM
Background image

کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري د خصوصي پوهنتونونو لپاره د دعوت او ارشاد آمرینو څخه ازموينه واخيستل شوه

کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري د خصوصي پوهنتونونو لپاره د دعوت او ارشاد آمرینو څخه ازموينه واخيستل شوه

د کندوز پوهنتون رهبرۍ د‌ لوړو زده کړو محترم وزارت په هدایت د دې ولايت 5 خصوصي. . .

BACK TO NEWS