په کندوز پوهنتون کې د شمال ختيځ زون په کچه د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د علمي پروګرامونو او چوکاټ څلور ورځنی روزنيز ورکشاپ پیل شو

kundoz_admin
Wed, Nov 01 2023 3:20 PM
5465

په کندوز پوهنتون کې د شمال ختيځ زون په کچه د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د علمي پروګرامونو او چوکاټ څلور ورځنی روزنيز ورکشاپ پیل شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست له لوري په کندوز پوهنتون کې د شمال ختيځ زون په کچه د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د پروګرامونو او چوکاټ څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

یاد‌ ورکشاپ کې به د شمال ختيځ زون دولتي او خصوصي پوهنتونونو علمي چارو مرستيالانو ترڅنګ د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو آمر صاحبانو هم ګډون ولري.

د ورکشاپ په پرانیست غونډه کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت، دمحصلينو چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت ، د څېړنو او مجلو مرستیال ښاغلي پوهنوال ډاکټر صاحب خیبر سیفي ، مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري محمد امير صادق ، د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې آمر ښاغلي پوهنیار خیرالدین اسلمیار ، د دفتر آمر ښاغلي عبدالله نور قدردان او د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو آمرینو ګډون کړی و.

د پیل کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت ، ګډونوالو ته ښه راغلاست ترڅنګ ټولو ګډونوالو څخه وغوښتل چې ورکشاپ ته دوامداره ګډون غوښتنه وکړه.

دغه راز د د لوړو زده کړو محترم وزارت د تضمين او اعتبار ورکولو ریاست د تضمین او اعتبار ورکولو آمر ښاغلي عبدالروف فروتن د ورکشاپ موخه کډوالو سره شریکې کړې.

یادونې وړده چې یاد ورکشاپ به درې ورځې نور هم دوام ومومي.

نېټه: سه شنبه 16/4/1445 ه ق، 9/8/1402 ه ش

Latest news

Mon, Nov 06 2023 10:39 AM
Background image

جلسه تحقیقات علمی ماهوار از سوی معاونیت تحقیقات علمی پوهنتون کندز برگزار شد

جلسه تحقیقات علمی ماهوار از سوی معاونیت تحقیقات علمی پوهنتون کندز برگزار شد.

جلسه تحقیقاتی درتالارآمریت انکشاف مسلکي استادان (PDC)پوهنتون کندز به رهبری پوهنوال ډاکټر خیبر سیفي معاون. . .

Mon, Nov 06 2023 10:27 AM
Background image

کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري د خصوصي پوهنتونونو لپاره د دعوت او ارشاد آمرینو څخه ازموينه واخيستل شوه

کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري د خصوصي پوهنتونونو لپاره د دعوت او ارشاد آمرینو څخه ازموينه واخيستل شوه

د کندوز پوهنتون رهبرۍ د‌ لوړو زده کړو محترم وزارت په هدایت د دې ولايت 5 خصوصي. . .

BACK TO NEWS