د کرنې پوهنځي رئیس په ګډون د ټولو څانګو محصلینو د لوبيا کرلو ترڅنګ په تحقيقاتي فارم کې غنمو ګروپ بندي وکړه.
د کرنې پوهنځي رئیس په ګډون د ټولو څانګو محصلینو د لوبيا کرلو ترڅنګ په تحقيقاتي فارم کې غنمو ګروپ بندي وکړه.
د کندوز پوهنتون د کرنې پوهنځي د رئیس ښاغلي پوهنمل ګل اقا صادق په ګډون د څانګو آمرینو اوستادانو او محصلینو ګډون درلود د تحقیقاتو فارم کې د لوبيا کرلو ترڅنګ د غنمو ګروپ بندي وکړه .
د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاالدین سیرت او علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند له دغسې عملي برنامو څخه خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې د پوهنتون رهبري د ټولو پوهنځیو د مسلکي روزنې په برخه کې د هر ډول زمینه سازۍ هوډ لري او تصمیم مو دا دی، چې د هیواد ځوانان د تیورۍ تر څنګ په خپلو مسلکي برخو کې عملي چارې هم په ښه ډول سرته ورسوي او راتلونکي له پاره د ټولنې د خدمت ذریعه وګرځي.
کندوز پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت