کندوز پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د څار او ارزونې ریاست د ارزونې پروسه پای ته ورسېده!
کندوز پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزارت د څار او ارزونې ریاست د راغلي پلاوي له لوري د پوهنتون د بېلابېلو برخو د ارزونې پروسه پای ته ورسېده
د یادې ارزونې د پای په مناسبت د کندوز پوهنتون د ریاست په دفتر کې غونډه ترسره شوه، چې مشري یې د پوهنتون رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت کوله. په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د څار او ارزونې ریاست د خصوصي لیسانس د څار او ارزونې چارو آمر ښاغلي مولوي ضیاءالرحمن هاشمي او ورسره مل پلاوي، د کندوز پوهنتون مرستیالانو او د پوهنځیو رئیسانو ګډون کړی و
غونډه د کندوز پوهنتون د رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت په پرانیستونکې وینا پیل شوه. نوموړي د لوړو زده کړو وزارت د څار او ارزونې پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یادې پروسې ترسره کېدل یو نېک او ارزښتناک اقدام وباله. هغه زیاته کړه، چې په ادارو کې څارنه او ارزونه د چارو د ښه والي، د شته ستونزو او نیمګړتیاوو د تشخیص او د مسؤلینو د لا زیاتې پاملرنې سبب ګرځي. نوموړي د دې ډول ارزونو هرکلی وکړ او ویې ویل، چې د ادارو د پرمختګ او اصلاح لپاره څارنه او ارزونه اړین اصول دي
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د څار او ارزونې ریاست د خصوصي لیسانس د څار او ارزونې چارو آمر ښاغلي مولوي ضیاءالرحمن هاشمي خبرې وکړې. نوموړي د کندوز پوهنتون بېلابېلې برخې مثبتې وارزولې او څرګنده یې کړه، چې په یاد پوهنتون کې د پام وړ کارونه ترسره شوي او د اندېښنې وړ کومه لویه ستونزه نه تر سترګو کېږي. هغه د ارزونې پر مهال په ځینو پوهنځیو کې محدودې نیمګړتیاوې هم په ګوته کړې او د ترسره شویو ښو فعالیتونو او همکاریو له امله یې د پوهنتون له مسؤلینو مننه وکړه
د یادونې وړ ده، چې په دې ارزونه کې د کندوز پوهنتون معاونیتونه او د پوهنځیو ریاستونه شامل وو
په پای کې ازاد بحث ترسره شو او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده
