د کندوز پوهنتون رهبرۍ د پوهځیو او درسي بهیر څخه لیدنه وکړه

kundoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۹:۲۱
7686

د کندوز پوهنتون رهبرۍ د پوهځیو او درسي بهیر څخه لیدنه وکړه

د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت په مشرۍ، د دې علمي بنسټ له پوهنځیو او درسي بهیر څخه ارزونه اولیدنه وشوه.

په دغه لیدنه کې چې د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ،د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي او د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار سید کمال معنوي د ریاست د دفتر آمر ښاغلي عبدالله نور قدردان یې هم ملتیا کوله د پوهنځیو رئیس صاحبانو سره په ریاستونو، له کمپيوټر لب او په ټولګیو کې د تدريسي بهر څخه له نېږدې ارزونه و کړه.

د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت په زده کړو بختو محصلینو ته وویل: ګورئ چې وخت بېځايه تېر نه کړئ، کم فرصت چې الله ج مو ته په لاس راکړی هغه باید په سالمه توګه استفاده کړو.

دغه راز په یاده لیدنه کې د کندوز پوهنتون رهبرۍ د محصلینو ستونزې او وړاندیزونه له نېږدې واورېدل ، او د هواري په موخه یې ورته پوره ډاډ ورکړ.

نېټه: دوشنبه ۱۴۴۵/۲/۲۶, ه ق ،۲۰/۶/۱۰۴۲ ه ش

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۰:۳۴
Background image

په کندوز پوهنتون کې د شمال ختيځ زون په کچه د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د علمي پروګرامونو او چوکاټ څلور ورځنی روزنيز ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده

په کندوز پوهنتون کې د شمال ختيځ زون په کچه د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د علمي پروګرامونو او چوکاټ څلور ورځنی روزنيز ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

په یاد‌ ورکشاپ کې د شمال. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۰:۲۷
Background image

کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري د خصوصي پوهنتونونو لپاره د دعوت او ارشاد آمرینو څخه ازموينه واخيستل شوه

کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري د خصوصي پوهنتونونو لپاره د دعوت او ارشاد آمرینو څخه ازموينه واخيستل شوه

د کندوز پوهنتون رهبرۍ د‌ لوړو زده کړو محترم وزارت په هدایت د دې ولايت 5 خصوصي. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۰:۱۸
Background image

اطلاعیه

اطلاعیه:

آنعده جدید الشمولان سال 1402 پوهنتون کندز که بزمان معیین آن جهت ثبت نام مراجعه ننموده اند و غیر حاضر ثبت نام می باشند:

روز های (دوشنـــــبه و سه شنبه) تاریخ های( 15 و 16. . .

BACK TO NEWS