مالي او اداري چارو مرستيال د برېښنا ریاست له انجینر صاحبانو سره آبدان دښته جوړ شوي تعميراتو څخه لیدنه وکړه
مالي او اداري چارو مرستيال د برېښنا ریاست له انجینر صاحبانو سره آبدان دښته جوړ شوي تعميراتو څخه لیدنه وکړه
د کندوز پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري محمد امير صادق، د کندوز ولايت د برېښنا محترم ریاست له انجینر صاحبانو او قراردادي شرکت له مسئولینو سره یوځای د آبدان دښته کې د کندوز پوهنتون اړوند له پینځو تعميراتو او د برېښناد لېږد پایو او نورو برخو څخه لیدنه وکړه.
نوټ: د یادو تعميراتو دبیا رغونې چارې بشپړې شوې دي په نېږدې وخت کې به یاد تعميرات د 20000w عادي برېښنا سره وصل شي چې ټول لګښت یې د لوړو زده کړو محترم وزارت له بودجې څخه ورکول کېږي.
نېټه: یک شنبه 11/29/1444ه ق ، 28/3/1402 ه ش
د عامه پوهاوي ، اړیکو او نشراتو مدیریت