ښاغلي پوهنیار استاد عبدالجلیل نیازي،د پوهنمل علمي رتبې ته او پوهنیار استاد محمد اکبر شاه پور د پوهنمل علمي رتبه په موخه خپل علمي کانفرانسونه وړاندې کړل.

kundoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۳ - ۹:۱۳
23

ښاغلي پوهنیار استاد عبدالجلیل نیازي،د پوهنمل علمي رتبې ته او پوهنیار استاد محمد اکبر شاه پور د پوهنمل علمي رتبه په موخه خپل علمي کانفرانسونه وړاندې کړل.

یک شنبه 11/10/1444ه ق 11/2/1402 نېټې سره سمون لري د کندوز پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي د نرم افزار څانګې (2) علمي کادرونو هر یو پوهنیار عبدالجلیل نیازي د پوهنيار علمي رتبه څخه د پوهنمل علمي رتبې په موخه د ( مصرف کولو قیمتونو د اندیکس(CPI) وړاندوینه د ماشین زدکړي او احصايوي موډلونو په واسطه د مطالعه ځای افغانستان) او ښاغلي استاد پوهنیار محمد اکبر شاه پور د پوهنیار علمي رتبه څخه د پوهنمل علمي رتبې په موخه د ( اوبو د میاشتني تقاضا وړاندیونه د ماشین زدکړي او احصايوي موډلونو په واسطه د مطالعه ځای کندوز ښار) تر سرليک لاندې خپل علمي کانفرانسونو د کندوز پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت(PDC) په تالارکې وړاندې کړ.

په دې کنفرانس کې د کندوز پوهنتون علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ، د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبداالقدوس اوصولي ، د مسلکي پراختیا آمر ښاغلي پوهنیار ولي محمد ودید ،د پوهنځیو ښاغلو رئیس صاحبانو او ژوري پلاوي ګډون کړی و.

ښاغلي استادانو پرخپل موضوعاتو هراړخيزه بحث وکړو او د ګډونوالو پوښتنو ته یې د قناعت وړ ځوابونو په ورکولو سره پای ته ورسوه.

همداراز د ژوري پلاوي پورته یاد کنفرانس تائید کړ او استادانو ته یې د څښتن تعالی له در بارڅخه دلازیاتو علمي بریاو هيله څرګنده کړه.

زموږ د ټیلګرام لينک Image removed.

https://t.me/KunduzUniversityMedia

کندوز پوهنتون عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

د کندوز پوهنتون محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې د پایلو او جایزو وېش غونډه ترسره شوه!

د کندوز پوهنتون د محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله اخوندزاده حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې او مطالعې د پایلو او غوره محصلانو ته د جایزو او تقدیرنامو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۳۹
Background image

په کندوز پوهنتون کې د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې د اتمې اونۍ درس ترسره شو

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د ارزښت، محتوا او عملي تطبیق په اړه د اتمې اونۍ درس د کندوز پوهنتون په مسجد کې د پوهنتون رئیس الحاج مولوي صاحب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۹
Background image

دکندوز پوهنتون کې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د شپږمې دورې علمي شورا غونډه ترسره شوه

د کندوز پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ ش کال د شپږمې دورې علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت په رهبري ترسره شوه

په یادې غونډه کې د کندوز پوهنتون رئیس الحاج مولوي عبدالهادي. . .

BACK TO NEWS