د چاپيريال ساتنې ریاست له لوري د اقليمي بدلون نړيواله اونۍ لمانځغونډه

kundoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۹ - ۱۴:۴۵
ytr65

په کندوزپوهنتون کې د چاپيريال ساتنې ریاست له لوري د اقليمي بدلون نړيواله اونۍ لمانځغونډه ترسره

په یاده غونډه کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت، علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ، د څېړنو او مجلو مرستیال ښاغلي پوهنوال ډاکټر خیبر سیفي ، د ولايت مقام استازي ، د چاپيريال ساتنې قدرمن رئیس صاحب او محصلینو ګډون کړی و چې د کندوز پوهنتون حقوقي کلینیک د غونډو په تالار ترسره شوه.

دغه راز د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند په ګډون د څېړنو او مجلو مرستیال ښاغلي پوهنوال ډاکټر خیبر سیفي صاحب په خپل نوبت سره د اقليمي بدلونونو په تړاو خپلې علمي ویناوې ګډونوالو سره شریکې کړې.

هېره دې نه وي چې د اقلمي بدلون نړيواله اونۍ لمانځغونډه د دې ولايت د چاپیریال ساتنې له لوري تنطیم شوې وه چې ، په کې د کندوز پوهنتون د کرنې پوهنځي علمي کادر ښاغلي، پوهنیار استاد رحمت خان رحمت د اقليمي بدلون زیانونه او همدارنګه زراعت پوهنځي علمي کادر ښاغلي استاد سيف الرحمن رحماني اقلمي بدلون څه ته وايي؟ تر عنوان لاندې خپل چمتو کړي پرېزنټېشنوونه په خپل وخت ګډونوالو ته وړاندې کړل.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۲:۲۹
Background image

دیدگاه وماموریت پوهنتون کندز

د کندوز پوهنتون ليدلوری

کندوز پوهنتون ژمن دی چې د هيواد د ودې او پرمختيا په موخه د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د تحصيلي، علمي، څېړنيزو او فکرپنځونې خدمتونو د ښه‌والي په برخه کې په ملي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۱:۱۸
Background image

دیدگاه و ماموریت پوهنځی علوم وتر نری

دیدگاه

پوهنځي علوم وترنری پوهنتون کندز در راستای رشد سکتور مالداری کادر های ورزیده را از طریق تدریس معیاری به جامعه تقدیم نموده و در تلاش است که  منحیث یک نهاد علمی و تحقیقی معتبر در. . .

BACK TO NEWS