د کندز پوهنتون او عامې روغتیا ریاست ترمنځ د طب او ستوماتولوژي پوهنځیو د استراتژیک پلان پر جوړولو د هر اړخیزو همکاریو په اړه ناسته ترسره شوه؛
دغه ناسته د کندز پوهنتون عمومي رئیس محترم الحاج مولوي صاحب عبدالهادي همت، د علمي چارو مرستیال محترم پوهنمل غلام نبي څپاند، د ځینو پوهنځیو رئیسانو او استادانو په ګډون د عامې روغتیا رئیس محترم ډاکتر صاحب محمد الله حکمت او د نوموړي ریاست نورو کارمندانو سره، د عامې روغتیا ریاست په دفتر کې ترسره شوه.
د ناستې په سرکې د کندز پوهنتون علمي چارو مرستیال محترم پوهنمل غلام نبی څپاند په خپلو ویناوو کې کندز پوهنتون کې د طب پوهنځي ایجادولو برخه کې د عامې روغتیا ریاست له هر اړخیزو همکاریو څخه د ځانګړې مننې ترڅنګ په دغه پوهنځي کې د لا زیاتو همکاریو غوښتونکی شو. ترڅنګ یې د کندز پوهنتون او اړوندو پوهنځیو پر پوښتنلیکونو یاپرسشنامو معلومات وړاندې کړل.
نوموړي همدارنګه د کندز ولایت د عامې روغتیا ریاست حوزوي روغتون لپاره اړوندو برخو کې د اړینو سافټ ویرونو پرجوړولو د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ورپسې د عامې روغتیا رئیس محترم ډاکتر صاحب محمدالله حکمت، کندز پوهنتون کې تدریسي کلینیک او کادري روغتون جوړل اړین وبلل، همدارنګه د طب او ستوماتولوژي پوهنځیو کې د علمي او عملي کارونو او داسې نورو برخو کې د پوره همکاریو ژمنه وکړه.
د کندز پوهنتون عمومي رئیس محترم الحاج مولوي صاحب عبدالهادي همت په خپلو وېناوو کې د ستوماتولوژي پوهنځي بیا جوړولو او د طب پوهنځي رامنځته کولو او داسې نورو برخو کې د عامې روغتیا ریاست له همکاریو څخه د خوښۍ ترڅنګ له دوی څخه ځانګړې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې کندز پوهنتون هم د متقابلو همکاریو لپاره له عامې روغتیا ریاست سره ژمن دی.
د ناستې په لړ کې د ستوماتولوژي پوهنځي رئیس محترم ډاکتر هدایت الله سادات دغه پوهنځي کې محصلېنو ته د عملي کارونو په ترسره کولو همدارنګه طب پوهنځي کې د کادري روغتون، ستاژ او تدریسی برخه کې د کندز ولایت عامې روغتیا ریاست څخه د پوره همکاریو غوښتنه وکړه. ورپسې د ښوونې او روزنې پوهنځي مرستیال محترم استاد عبدالمحمود صدری او ځینې نورو استادانو هم د توآمیتونو، همکاریو او هوکړه لیکونو په اړه ویناوې ترسره کړې.
په پای کې د پوهنتون له خوا عامې روغتیا ریاست ته د پوهنځیو اړوند پوښتنلیکونه یا پرسشنامې، چې د استراتژیک پلان لپاره اړینې ګڼل کیدې، ورکړل شوې او ناسته د کندز پوهنتون رئیس په دعا سره پای ته ورسېده.
په درنښت
نېټه: سه شنبه،۱۴۴۵/١١/۲۶ ق
د کندز پوهنتون عامه پوهاوي، اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت