کندوز پوهنتون کې تازه ګومارل شوي ٣٨ تنه اداري کارمندانو لپاره د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو ریاست په همکارۍ درې٣ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو!

kundoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۶:۳۰
کندوز پوهنتون کې دظرفیت لوړونې ورکشاپ

کندوز پوهنتون کې د تازه ګومارل شویو ٣٨ تنو اداري کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه د (مامورینو چلند او اداري چارو مخ ته وړلو د څرنګوالي) تر نامه لاندې د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو ریاست په همکارۍ درې٣ ورځنی روزنیز  ورکشاپ نن چهار شنبه د کندوز پوهنتون رئیس ښاغلی الحاج مولوی عبدالهادی همت او مرستیالانو، د ولایت مقام دفتر رئیس ښاغلی مولوی عبدالغفور شهیدزوی، د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو رئیس ښاغلی مولوی حفیظ الله عمیر او د کندوز پوهنتون یو شمېر اداري کارمندانو په حضور کې د دغه پوهنتون(PDC)تالار کې د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شو.

د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو د تلاوت څخه وروسته د غونډې په سرکې د محصلانو چارو مرستیال ښاغلی پوهنیار ضیاءالدین سیرت د دغه ورکشاپ ارزښت په اړه ویناوې وکړې او دا یې د کارمندانو لپاره اړین او ارزښتناک وباله، ورپسې؛
 د ولایت مقام دفتر رئیس ښاغلی مولوی عبدالغفور شهیدزوی په خپلو ویناوو کې له ټولو کارمندانو څخه وغوښتل چې د ورکشاپ ټولو موضوعاتو ته په خپلو ورځنیو اداري چارو کې د عمل بڼه ورکړي.

په پای کې د اداري اصلاحاتو رئیس ښاغلی مولوی حفیظ الله عمیر د ورکشاپ په اړه ګډونکوونکو ته لازم معلومات وړاندې کړل. د نوموړي په وینا؛ د اداري اصلاحاتو ریاست ټول معلوماتي مواد د اما-رت مشرانو له لوري تازه او اپډیټ شوي او په پام کې لري چې ټولو ملکي اداراتو کې د تازه ګومارل شویو کارمندانو لپاره به ورکشاپونه وړاندي کوي او له کارمندانو څخه یې و غوښتل چې وړاندې کېدونکي معلومات په خپلو ورځنیو اداري چارو کې عملي کړي.

غونډه د اداري او مالي چارو مرستیال ښاغلي مفتی صاحب عبدالکریم امیري د خیر له دعا څخه وروسته پای ته ورسېده او ورپسې د اداري اصلاحاتو ترینرانو له لوري کارمندانو ته ورکشاپ پیل شو.
په درنښت 

ورځ: دوشنبه
نېټه: ١٤٤٦/١/١٦ ه ق_١٤٠٣/٥/١ ه ش 
د کندوز پوهنتون عامه پوهاوی عمومی مدیریت

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۰
Background image

په کندوز پوهنتون کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه دیني درس وړاندې شو!

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې نن د کندوز پوهنتون په مسجد کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه علمي او. . .

BACK TO NEWS