د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

kundoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه معاونیت په دفتر کې ترسره شوه.

دغه ناسته د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

 وروسته د کندوز پوهنتون مالي او اداري چارو محترم مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې پر ارزښت او اهمیت خبرې وکړې.

نوموړي ټینګار وکړ چې د دې کمېټې له لوري نیول کېدونکې پرېکړې او تصامیم باید په عملي ډول په پوهنتون کې تطبیق شي، او د اداري فساد پر وړاندې مبارزه او د اداري مسؤلینو د دندو پر سم او پر وخت ترسره کولو څارنه یې د یادې کمېټې اساسي موخې وبللې.

په ناسته کې د اجنډا اړوند موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث وشو، چې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې د غړو له لوري وڅېړل او تائید شوې.

غونډه د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب له لوري د جمع‌بندۍ او دعایې ویلو سره پای ته ورسېده

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS