کندوز پوهنتون کې تازه ګمارل شوو محترمو استادانو ته درې ورځینی سمینار پیل شو.

kundoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۰:۵۹
22

کندوز پوهنتون کې تازه ګمارل شوو محترمو استادانو ته درې ورځینی سمینار پیل شو.

شنبه 1444/8/18چې د 1401/12/20 نېټې سره سمون لري دکندوز پوهنتون دښوونې او روزنې پوهنځي د ثقافت څانګې او شرعياتو پوهنځي نوو تازه ګمارل شوو محترمو استادانو ته د (پوهنتون دچاپیریال، کریدیت سیستم او تدریس نویو میتودوسره دجدید التقرره استادانو بلدتیا) تر عنوان لاندي درې ورځنی سمينار د کندوز پوهنتون د مسلکي استادانو ودې پراختيا په تالار کې پیل شو چې درې ورځې به دوام ومومي.

یاد سيمنار د کندوز پوهنتون د‌مسلکي استادانو ودې پراختيا آمر ښاغلي پوهنیار ولي محمد ودید د قرانکريم په څو مبارکو ايتونو سره پیل کړو.

ورپسې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاالدین سیرت تازه ګمارل شوي وو استادانو ته د دې عظيمې دندې مبارکۍ ترڅنګ د ځوان کهول د ښه روزلو په پار هر اړخيزه وینا او اړینې سپارښتنې وکړې.

کندوز پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۰
Background image

په کندوز پوهنتون کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه دیني درس وړاندې شو!

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې نن د کندوز پوهنتون په مسجد کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه علمي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۲
Background image

په کندوز پوهنتون کې د اسلامي نړۍ د سیاسي وضعیت په اړه د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته سیمینار وړاندې شو!

د کندوز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته د «د اسلامي نړۍ سیاسي وضعیت» تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو

په دغه سیمینار کې د اسلامي نړۍ د اوسني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

د کندوز پوهنتون محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې د پایلو او جایزو وېش غونډه ترسره شوه!

د کندوز پوهنتون د محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله اخوندزاده حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې او مطالعې د پایلو او غوره محصلانو ته د جایزو او تقدیرنامو د. . .

BACK TO NEWS