په کندوز پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت د درې ورځني دیني او اصلاحي سیمنار درېمه ورځ په کامیابۍ سره ترسره او یاد سمینار پای ته ورسېد

kundoz_admin
Thu, Jan 22 2026 1:37 PM

د سیمنار په دې ورځ کې د کندوز پوهنتون محترم رئیس، الحاج مولوي صاحب عبدالهادي همت، د کندوز ولایت په کچه محترمو علماءکرامو د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیس صاحبانو، استادانو، د خصوصي پوهنتونونو استادانو، کارکونکو، او د دعوت او ارشاد مسولینو ګډون وکړ.

د سیمنار پیل د پوهنتون د دعوت او ارشاد مبلغ، ښاغلي مولوي بشیراحمد حبیبي، په تلاوت سره وشو.

ورپسې، د کندوز ولایت د امام قتیبه بن سعید(رح) دیني جامعه محترم استاد مفتي صاحب محمد ابراهیم سراج په خپل بیان کې (د استاد مقام او مسؤلیت د محصلانو او نظام پر وړاندې) تر سرلیک لاندې هر اړخیز بحث وړاندې کړ.

وروسته د کندوز پوهنتون محترم رئیس الحاج مولوي صاحب عبدالهادي همت د تقلید حکم او (د امام ابو حنیفه رح مناقب او مذهب) تر عنوان لاندې هر اړخیز بیان وړاندې کړو.

 په دریمه برخه کې  د کندوز ولایت مقام د کارکونکو چارو محترم رئیس الحاج مولوي صاحب ګلبدین حنفي ( د جهاد فضائل اهمیت او د مسلمانانو د ضعف اسباب) په برخه کې هر اړخیز بیان د سیمنار ګډونوالو ته وړاندې کړو.

ورپسې د کندوز ولایت د علماوو شورا  محترم غړي ښاغلي شیخ صاحب ممتازالله آغا خپل بیان (د اتفاق اتحاد اهمیت او د تعصباتو زیانونو) تر عنوان لاندې بیان وړاندې کړو.

یاد سمینار د ټولو ګډونوالو لپاره ډېر ګټور او اغیزمن و چې د هغوی د خوښۍ او علمي پوهې د لا ډېروالي لامل وګرځېد.

د سیمنار درېمه ورځ د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

Latest news

Sun, Oct 25 2026 1:33 PM
Background image

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری دیپارتمنت زبان و ادبیات دری پوهنتون کندز برگزار شد!

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری علمی دیپارتمنت زبان دری پوهنتون کندز، تحت رهبری محترم قاضی عبدالهادی فضلی، معاون امور علمی پوهنتون کندز، با اشتراک استادان پوهنځی تعلیم و تربیه، اعضای. . .

Sat, Oct 17 2026 3:25 PM
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

Thu, Oct 15 2026 9:24 AM
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

BACK TO NEWS