د کندز پوهنتون او عامې روغتیا ریاست ترمنځ د طب او ستوماتولوژي پوهنځیو د استراتژیک پلان پر جوړولو د هر اړخیزو همکاریو په اړه ناسته ترسره شوه؛

kundoz_admin
Tue, Jun 04 2024 5:16 PM
د کندوز پوهنتون او عامې روغتیا ریاست ګډه ناسته

دغه ناسته د کندز پوهنتون عمومي رئیس محترم الحاج مولوي صاحب عبدالهادي همت، د علمي چارو مرستیال محترم پوهنمل غلام نبي څپاند، د ځینو پوهنځیو رئیسانو او استادانو په ګډون د عامې روغتیا رئیس محترم ډاکتر صاحب محمد الله حکمت او د نوموړي ریاست نورو کارمندانو سره، د عامې روغتیا ریاست په دفتر کې ترسره شوه. 
د ناستې په سرکې د کندز پوهنتون علمي چارو مرستیال محترم پوهنمل غلام نبی څپاند په خپلو ویناوو کې کندز پوهنتون کې د طب پوهنځي ایجادولو برخه کې د عامې روغتیا ریاست له هر اړخیزو همکاریو څخه د ځانګړې مننې ترڅنګ په دغه پوهنځي کې د لا زیاتو همکاریو غوښتونکی شو. ترڅنګ یې د کندز پوهنتون او اړوندو پوهنځیو پر پوښتنلیکونو یاپرسشنامو معلومات وړاندې کړل.
نوموړي همدارنګه د کندز ولایت د عامې روغتیا ریاست حوزوي روغتون لپاره اړوندو برخو کې د اړینو سافټ ویرونو پرجوړولو د همکارۍ ډاډ ورکړ.   
ورپسې د عامې روغتیا رئیس محترم ډاکتر صاحب محمدالله حکمت، کندز پوهنتون کې تدریسي کلینیک او کادري روغتون جوړل اړین وبلل، همدارنګه د طب او ستوماتولوژي پوهنځیو کې د علمي او عملي کارونو او داسې نورو برخو کې د پوره همکاریو ژمنه وکړه. 
د کندز پوهنتون عمومي رئیس محترم الحاج مولوي صاحب عبدالهادي همت په خپلو وېناوو کې د ستوماتولوژي پوهنځي بیا جوړولو او د طب پوهنځي رامنځته کولو او داسې نورو برخو کې د عامې روغتیا ریاست له همکاریو څخه د خوښۍ ترڅنګ له دوی څخه ځانګړې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې کندز پوهنتون هم د متقابلو همکاریو لپاره له عامې روغتیا ریاست سره ژمن دی.
د ناستې په لړ کې د ستوماتولوژي پوهنځي رئیس محترم ډاکتر هدایت الله سادات دغه پوهنځي کې محصلېنو ته د عملي کارونو په ترسره کولو همدارنګه طب پوهنځي کې د کادري روغتون، ستاژ او تدریسی برخه کې د کندز ولایت عامې روغتیا ریاست څخه د پوره همکاریو غوښتنه وکړه.  ورپسې د ښوونې او روزنې پوهنځي مرستیال محترم استاد عبدالمحمود صدری او ځینې نورو استادانو هم د توآمیتونو، همکاریو او هوکړه لیکونو په اړه ویناوې ترسره کړې.
په پای کې د پوهنتون له خوا عامې روغتیا ریاست ته د پوهنځیو اړوند پوښتنلیکونه یا پرسشنامې، چې د استراتژیک پلان لپاره اړینې ګڼل کیدې، ورکړل شوې او ناسته د کندز پوهنتون رئیس په دعا سره پای ته ورسېده.
په درنښت 

نېټه: سه شنبه،۱۴۴۵/١١/۲۶ ق 
د کندز پوهنتون عامه پوهاوي، اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Oct 25 2026 1:33 PM
Background image

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری دیپارتمنت زبان و ادبیات دری پوهنتون کندز برگزار شد!

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری علمی دیپارتمنت زبان دری پوهنتون کندز، تحت رهبری محترم قاضی عبدالهادی فضلی، معاون امور علمی پوهنتون کندز، با اشتراک استادان پوهنځی تعلیم و تربیه، اعضای. . .

Sat, Oct 17 2026 3:25 PM
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

Thu, Oct 15 2026 9:24 AM
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

BACK TO NEWS