د کندز پوهنتون محصلینو ته ،د وینا کولو مهارتونو، تر سرلیک لاندې 25 ورځنی سمینار پای ته ورسېده.

kundoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۰:۴
ert

د کندز پوهنتون محصلینو ته ،د وینا کولو مهارتونو، تر سرلیک لاندې 25 ورځنی سمینار پای ته ورسېده.

د کندوز د محصلينو د خدماتو چارو آمريت د خپلو ښوونیزو پروګرامونو په لړ کې دا ځل 25 ورځنی سمینار د وینا مهارتونه،مدیریت روزنه، په خبرو کې پر ځان باور زیاتول شامل وو چې د ښاغلي زاهدالله "خالد" لخوا د کندوز پوهنتون حقوقي کلينک په تالار کې په بریالیتوب سره وړاندې شو.

یاده غونډه چې د محصلینو خدماتو چارو آمريت په تالار کې جوړه شوې وه ، په کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاءالدین سیرت ،د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي ، د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار سید کمال معنوي ، د محصلینو خدماتو چارو آمر ښاغلي صفی الله الکوزي، محصلینو او یو شمېر مدير صاحبانو ګډون کړی.

په ناسته کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاءالدین سیرت وویل ، موږ اوتاسې باید مقدس هدف وټاکو ترڅو په دې او هغې دنیا سرلوړي او بریالي اوسو ، همدا راز يې ځوانو محصلینو ته ، د خپل مهارتونو په لوړتيا ، او په داسې سمینارونو ، ورکشاپونو او درسونو کې د دوامداره توګه ګډون کولو سپارښتنه وکړه.

ورپسې د محصلینو چارو مرستيال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي ، وویل ، د محصلینو خدماتو چارو آمريت د محصلینو چارو معاونیت په همغږۍ او د محصلینو د ظرفيتونو لوړول په برخه کې د دا دډول ښوونیزو پروګرامونو لړۍ جاري ساتي.

هیره دې نه وي چې غونډې د پای شېبو کې دوامداره توګه ګډون کوونکو محصلینو ته د تصديق نامه په ورکولو سره یاد سیمینار پای ته ورسېده.

نېټه: چهارشنبه

11/11/1444/ه ق

10/3/1402 ه ش

د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۳:۳۳
Background image

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری دیپارتمنت زبان و ادبیات دری پوهنتون کندز برگزار شد!

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری علمی دیپارتمنت زبان دری پوهنتون کندز، تحت رهبری محترم قاضی عبدالهادی فضلی، معاون امور علمی پوهنتون کندز، با اشتراک استادان پوهنځی تعلیم و تربیه، اعضای. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

BACK TO NEWS