د کندوز پوهنتون رهبرۍ د خصوصي پوهنتونونو د څار او ارزونې په لړ کې دا ځل د امام محمد شیباني د لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه .

kundoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۲ - ۹:۴۷
657

د کندوز پوهنتون رهبرۍ د خصوصي پوهنتونونو د څار او ارزونې په لړ کې دا ځل د امام محمد شیباني د لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه .

په دغه لیدنه کې چې مشري یې د علمي چارو مرستيال او د پوهنتون سرپرست رئيس ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند کوله د‌ محصلینو چارو مرستيال ښاغلی پوهندوۍ عبدالقدوس اصولي، علمي معاونیت اجرائیه مدیر ښاغلي عباد امین یې هم ملتيا کوله،له د امام محمد شیباني د لوړو زده کړو مؤسسې له اداري مشرتابه ، استادانو ، اداري کارمندانو او امکاناتو څخه لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې د علمي چارو مرستيال او د پوهنتون سرپرست رئيس او د محصلینو چارو مرستيال د امام محمد شیباني لوړو زده کړو مؤسسې له بېلابېلو برخو څخه تر لیدني وروسته خوښي وښوده او زیاته یې کړه چي د افغانستان په کچه په خصوصي پوهنتونونو کي معیاري او په امکاناتو سمبال دلوړو زده کړو مؤسسې لري دا د ویاړ خبره ده. همدا راز یې په‌ دغه ليدنه کې د استادانو ، کارمندانو حاضري ، لابراتوار ، کمپيوټر لب ، کتابتون او د ازموينې کمېټې ، د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې چېک لیستونو د هر اړخيزې څارنې ترڅنګ د لوړو زدکړو وزارت د‌ هدایاتو مطابق اړوند څو هر اړخيزې سپارښتنې وکړې.

دغه راز د د امام محمد شیباني د لوړو زده کړو مؤسسې مشرتابه د کندوز پوهنتون رهبرۍ په راتګ سره خوښي وښوده اوهمدا رنګه ېې د مؤسسې له شته ننګونو، پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د کندوز پوهنتون سرپرست رئيس ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند د امام محمد شیباني د لوړو زده کړو مؤسسې سره د هر راز مرستې ډاډ ورکړ، او ویې ویل چې دا ډول لیدنې به جاري ساتو.

د عامه پوهاوي اړیکو او نشراتو مدیریت

نېټه: دوشنبه

22/12/1444 ه ق / 19/4/1402 ه ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۳:۳۳
Background image

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری دیپارتمنت زبان و ادبیات دری پوهنتون کندز برگزار شد!

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری علمی دیپارتمنت زبان دری پوهنتون کندز، تحت رهبری محترم قاضی عبدالهادی فضلی، معاون امور علمی پوهنتون کندز، با اشتراک استادان پوهنځی تعلیم و تربیه، اعضای. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

BACK TO NEWS