معرفی ریس پوهنتون کندز

kundoz_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳ - ۹:۳۴
12

پنجشنبه د ۶/۹/۱۳۴۳ هـ ق

د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت د محترم مشرتابه د لزوم دید سره سم او د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام په منظورۍ؛ ښاغلی ضیاءالدین "سیرت" په دویمې رتبې بست د کندز پوهنتون د رئیس په توګه او په شمال ختیځ زون کې د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو ځانګړی استازی ښاغلی قاري محمد امیر "صادق" د کندز پوهنتون د مالي او اداري مرستیال په توګه په رسمي ډول د ولایت مقام د مشرتابه لخوا معرفي او وګمارل شو. همدارنګه ښاغلی محبوب الله روحاني چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د رئیس په توګه په دوهم بست کې ټاکل شوی و، د کندز پوهنتون د مشرتابه له خوا رسماً معرفي او خپله دنده یې پیل کړه. په هغه شانداره غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د ولایت مقام محترمو استازو، د خصوصي تحصیلی موسسو محترمو مسوولینو، د کندز پوهنتون علمي او اداري کارکوونکو، مشرتابه او غړو، مخورو او ځوانانو ګډون درلود.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ادارو مسئولینو هر یو د کندز پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلی عبدالقدوس "اصولي"، د ولایت په استازیتوب ښاغلی عبدالبصیر "وهاج" او د کندز پوهنتون نوي تاکل شوی رئیس ښاغلی ضیاالدین "سیرت" خبرې وکړې. غونډه د ښاغلی عبیدالله "برهاني" لخوا په دعایی سره پای ته ورسیده.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۳:۳۳
Background image

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری دیپارتمنت زبان و ادبیات دری پوهنتون کندز برگزار شد!

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری علمی دیپارتمنت زبان دری پوهنتون کندز، تحت رهبری محترم قاضی عبدالهادی فضلی، معاون امور علمی پوهنتون کندز، با اشتراک استادان پوهنځی تعلیم و تربیه، اعضای. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

BACK TO NEWS