په کندوز پوهنتون کې د اسلامي نړۍ د سیاسي وضعیت په اړه د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته سیمینار وړاندې شو!
د کندوز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته د «د اسلامي نړۍ سیاسي وضعیت» تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو
په دغه سیمینار کې د اسلامي نړۍ د اوسني سیاسي وضعیت، مهمو بدلونونو او اړوندو موضوعاتو په اړه محصلانو ته معلومات او لازمې لارښوونې وړاندې شوې
دغه سیمینار د کندوز ولایت د علماوو شورا د غړي شیخ ممتازالله آغا له لوري وړاندې شو، چې په ترڅ کې یې د اسلامي نړۍ د سیاسي وضعیت بېلابېل اړخونه تشریح او له محصلانو سره اړوند معلومات شریک کړل
د سیمینار په پروګرام کې د ښوونې او روزنې پوهنځي ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و
د کندوز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د دغه ډول علمي او فکري پروګرامونو جوړول د محصلانو د دیني، فکري او ټولنیز پوهاوي د کچې لوړولو په موخه ترسره کېږي
