په کندوز پوهنتون کې د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې د اتمې اونۍ درس ترسره شو

kundoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۳۹

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د ارزښت، محتوا او عملي تطبیق په اړه د اتمې اونۍ درس د کندوز پوهنتون په مسجد کې د پوهنتون رئیس الحاج مولوي صاحب عبدالهادي همت له لوري وړاندې شو

په دغه علمي او دیني درس کې د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیس صاحبانو، استادانو، کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و

الحاج مولوي صاحب عبدالهادي همت د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ۱۷مې ګڼې فرمان پر بنسټ، د مصیبتونو پر مهال او د حج او عمرې د مراسمو په وخت کې د ناسمو رواجونو او دودونو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې

مولوي صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې د مصیبتونو پر مهال د اسلامي لارښوونو رعایت او له ناسمو او غیرشرعي رواجونو څخه د ډډې کولو پر اړتیا ټینګار وکړ. همدارنګه یې د حج او عمرې د مراسمو پر مهال د هغو دودونو او رواجونو په اړه چې له اسلامي لارښوونو سره سمون نه لري، ګډونوالو ته لازم معلومات وړاندې کړل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

د کندوز پوهنتون محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې د پایلو او جایزو وېش غونډه ترسره شوه!

د کندوز پوهنتون د محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله اخوندزاده حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې او مطالعې د پایلو او غوره محصلانو ته د جایزو او تقدیرنامو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۳۹
Background image

په کندوز پوهنتون کې د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې د اتمې اونۍ درس ترسره شو

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د ارزښت، محتوا او عملي تطبیق په اړه د اتمې اونۍ درس د کندوز پوهنتون په مسجد کې د پوهنتون رئیس الحاج مولوي صاحب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۹
Background image

دکندوز پوهنتون کې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د شپږمې دورې علمي شورا غونډه ترسره شوه

د کندوز پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ ش کال د شپږمې دورې علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت په رهبري ترسره شوه

په یادې غونډه کې د کندوز پوهنتون رئیس الحاج مولوي عبدالهادي. . .

BACK TO NEWS