ښاغلي پوهنمل محمد اسرار شینواري، دپوهندوی علمي رتبې په موخه کانفرانس وړاندې کړ.

kundoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۹:۵۷
11

ښاغلي پوهنمل محمد اسرار شینواري، دپوهندوی علمي رتبې په موخه کانفرانس وړاندې کړ.

سه شنبه 30/7/1444ه ق 2/12/1401 ه ش سره سمون لري د کندوز پوهنتون ،ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتوڅانګې کادري غړي ښاغلي پوهنمل محمد اسرارشینواري له پوهنمل علمي رتبه څخه د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفیع په موخه ( د ښه لیکوال ځانګړنې) تر سرلیک لاندې خپل علمي کنفرانس د کندوز پوهنتون د مسلکي پرختیا آمریت(PDC) په تالارکې وړاندې کړو.

په دې کنفرانس کې د محصلینو چارو مرستیال او د کندوز پوهنتون سرپرست رئیس ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي، ژوري هئت، د پوهنځیو ښاغلو رئیس صاحبانو او استادانو ګدون کړی وو ،ښاغلي پوهنمل محمد اسرار شینواري خپله موضوع هر اړخيزه بحث وکړو او د ګډونوالو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

همداراز د ژوري پلاوي پورته یاد شوی کنفرانس تائید کړ او استاد ته یې د څښتن تعالی له در باره دلازیاتو علمي بریاو هيله څرګنده کړه.

د کندوز پوهنتون دعامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۰
Background image

په کندوز پوهنتون کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه دیني درس وړاندې شو!

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې نن د کندوز پوهنتون په مسجد کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه علمي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۲
Background image

په کندوز پوهنتون کې د اسلامي نړۍ د سیاسي وضعیت په اړه د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته سیمینار وړاندې شو!

د کندوز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته د «د اسلامي نړۍ سیاسي وضعیت» تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو

په دغه سیمینار کې د اسلامي نړۍ د اوسني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

د کندوز پوهنتون محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې د پایلو او جایزو وېش غونډه ترسره شوه!

د کندوز پوهنتون د محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله اخوندزاده حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې او مطالعې د پایلو او غوره محصلانو ته د جایزو او تقدیرنامو د. . .

BACK TO NEWS