کندوز پوهنتون کې د( ١٤٠٣ ه ش) کال د کانکورعمومي آزموینه پیل شوه.

kundoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۷ - ۱۱:۴۳
کندوز پوهنتون کې د( ١٤٠٣ ه ش) کال د کانکورعمومي آزموینه

د کانکور عمومي آزموینه نن سهار د کندوز پوهنتون رئیس محترم الحاج مولوی عبدالهادی همت صاحب او ښاغلو  مرستیالانو، د دغه ولایت د پوهنې ریاست تدریسي چارو مرستیال ښاغلی قاری رحیم ګل احمدي، د آزموینو کمېټې محترمو استازو، محصلینو او د یو شمېر رسنیو استازو په ګډون د یوې لویې غونډې په ترڅ کې پیل شوه.

د غونډې په سر کې د کندوز پوهنتون رئیس محترم الحاج مولوی عبدالهادی همت صاحب د دغه اکاډمیک مرکز هغو استادانو ته چې د آزموینې مسؤلیت پرغاړه لري په خپلو ویناوو کې یې دوی  ټول خپلو دندو او ورکړل شوو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او سپارښتنه یې وکړه چې د آزموینې بهیر څخه په ښه توګه څارنه وکړي. 

ورپسې د آزموینو ملي کمېټې څخه د کندوز ولایت کانکور آزموینې لپاره راغلی استازی ښاغلی بریالی بهیر صاحب ګډونوالو ته د کانکور اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. 

د نوموړي په وېنا د کانکور آزموینه په ٥ پنځه پړاوونو وېشل شوې ده چې کندوز ولایت یې په دریم پړاو کې قرار لري او په ټول هیواد کې به ټولټال ٩٠ زره کسان او په کندوز ولایت کې به( ٢٣٨٦) ګډونوال د ٢ دوه ورځو په لړ کې دغه آزموینه کي رقابت ترسره کوي. 

د غونډې په پای کې د کندوز پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلی مفتی صاحب عبدالکریم امیري د خیر دعا څخه وروسته د کانکور آزموینې اړوند پوښتنو صندوقونه د کندوز پوهنتون رهبري غړو، د پوهنې ریاست او د آزموینوکمېټې استازو له لورې د غونډې ټولو ګډونوالو ترمخ پرانیزل شول.

ورځ: پنجشنبه

نېټه: ١٤٤٥/١٢/٢٠ ق- ١٤٠٣/٤/٧ ه ش 

د عامه پوهاوي عمومي مدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۶:۳۰
Background image

کندوز پوهنتون کې تازه ګومارل شوي ٣٨ تنه اداري کارمندانو لپاره د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو ریاست په همکارۍ درې٣ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو!

کندوز پوهنتون کې د تازه ګومارل شویو ٣٨ تنو اداري کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه د (مامورینو چلند او اداري چارو مخ ته وړلو د څرنګوالي) تر نامه لاندې د ملکي خدمتونو او اداري. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۶:۳۳
Background image

کندوز پوهنتون کې د ښاروالۍ ریاست مسؤلینو له لوري د دغه ریاست د لومړۍ ربعې ترسره شوو کړنو په اړه معلوماتی غونډه ترسره شوه

دغه غونډه د کندوز ښاروالۍ ریاست له خوا د کندوز پوهنتون اقتصاد تالار کې د محصلانو چارو مرستیال ښاغلی پوهنیار ضیاءالدین سیرت، د علمي څېړنو او مجلو مرستیال ښاغلی پوهنوال دوکتور خیبر سیفی،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د فاریاب پوهنتون کرنې پوهنځي رئیس، استادانو او محصلینو د کندوز پوهنتون څخه خپل علمي سیر تر سره کړ

د فاریاب پوهنتون کرنې/زراعت پوهنځی رئیس، ددغه پوهنځی استادانو او محصلینو د علمی سیر په ترڅ کې لومړی د کندوز پوهنتون رهبرۍ سره د دغه پوهنتون ریاست په دفتر کې ناسته تره کړه چې په ناسته کې. . .

BACK TO NEWS