کندوز پوهنتون کې د ښاروالۍ ریاست مسؤلینو له لوري د دغه ریاست د لومړۍ ربعې ترسره شوو کړنو په اړه معلوماتی غونډه ترسره شوه
دغه غونډه د کندوز ښاروالۍ ریاست له خوا د کندوز پوهنتون اقتصاد تالار کې د محصلانو چارو مرستیال ښاغلی پوهنیار ضیاءالدین سیرت، د علمي څېړنو او مجلو مرستیال ښاغلی پوهنوال دوکتور خیبر سیفی، استادانو، اداري کارمندانو او محصلینو په حضور کې ترسره شوه.
په پیل کې د محصلانو چارو مرستیال ښاغلی پوهنیار ضیاءالدین سیرت صاحب ګډون کوونکو ته په هیواد او په ځانګړي توګه کندوز ولایت کې د وروستیو ترسره شوو لویو پروژو په اړه خپل نظریات شریک کړل او د اسلا-مي اما-رت ټولو مسؤلینو څخه یې د وطن د آبادۍ او ښېرازۍ په اړه ترسره شوو ټولو فعالیتونو څخه یې د خوښۍ تر څنګ مننه وکړه.
ورپسې د کندوز ښاروالۍ ریاست اجرایی مدیر انجنیر میرویس پوپلزي له لوري ددغه ریاست اړوند د( ١٤٠٣ ه ش) کال لومړۍ ربعې د ترسره شوو کړنو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول چې په وینا یې د روان کال په دریو میاشتو کې نږدې لس نیم میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي او د لس میلیونو څخه زیات یې دغه ولایت کې د پرمختیایی پروژو په طرح او عملي کولو مصرف کړي دي.
په پای کې د غونډې ګډونوالو پوښتنو ته د قناعت ورکوونکو ځوابونو څخه وروسته غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.
په درنښت
ورځ: شنبه
نېټه: ١٤٤٦/١/٧ ه ق - ١٤٠٣/٤/٢٣ ه ش
د کندوز پوهنتون عامه پوهاوی عمومی مدیریت