د کیفیت د تضمین غونډه kundoz_admin Sat, May 28 2022 3:49 PM https://kundoz.edu.af/node/439 پنجشنبه ۲۴/۱۰/۱۴۴۳ هـ. ق د کیفیت د تضمین غونډه د کندز پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس "اصولي" په مشرۍ او د غونډې د غړو په ګډون ترسره شوه. په یاده غونډه کې د معیارونو پر پوره کولو، د اعتبار ورکولو د دریم پړاو د بشپړولو لپاره د شرایطو او اسنادو په بشپړولو او په اتمه اونۍ کې د ښوونکو د تدریسي کیفیت د اصلاحي ارزونې پر پیل ټینګار وشو. سربیره پردې، د غونډې غړو د 1401 تحصیلی کال د دریم پړاو د اعتبار ورکولو د ارزونې لپاره د پوهنتون د چمتو کولو د پاي نیټه وټاکله.