د هرات ولايت غمیزې په تړاو د کندوز پوهنتون رهبرۍ د خواخوږۍ پيغام
بسم الله الرحمن الرحیم
د هرات ولايت غمیزې په تړاو د کندوز پوهنتون رهبرۍ د خواخوږۍ پيغام
په ډيره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي د افغانستان غرب هرات ولايت کې د زلزلې له امله يو بشري ناورين رامينځته شوی ، ډيرو درنو افغانانو ته مالي او ځاني زيان رسيدلي ، د کندوز پوهنتون رهبرۍ د هرات درنو ولسونو سره په یاد ناورین کې ځان شريک ګڼي او د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوي، الله ج دې شهيدانو ته جنت الفردوس او زخمیانو ته بيړنۍ شفاء ور کړي.
الله ج دې نورو په مظلومو افغانانو او مسلمانان رحم وکړي
د کندوز پوهنتون رهبرۍ