د کندوز پوهنتون رئيس په مشرۍ د پوهنتون خدماتي کارکوونکو سره ناسته ترسره شوه

kundoz_admin
Thu, Oct 12 2023 10:23 AM
dfjs

د کندوز پوهنتون رئيس په مشرۍ د پوهنتون خدماتي کارکوونکو سره ناسته ترسره شوه

یاده غونډه د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت په مشرۍ د پوهنتون د غونډو په تالار کې ترسره شوه

په یاده غونډه کې د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند او د دفتر آمر ښاغلي عبدالله نور قدردان او د پوهنتون ټولو خدماتي کارکوونکو ګډون کړی و.

ناسته د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي الحاج م و ل و ي صاحب عبدالهادي همت په ښه راغلاست سره پېل شوه، هغه د پوهنتون خدماتي کارکوونکو نه سټړي کېدونکي خدمتونه وستايل ،دغه راز یې په رسمي وختونو کې د بیاځه وخت تېرولو ترڅنګ

په خپلو کارونو کې اخلاص او په وخت سره د لمانځه اداکولو ته وهڅول.

ورپسې د علمي چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند خدماتي کارکوونکي وهڅول ترڅو د عوت او ارشاد آمریت له لوري دوی ته د ځانګړو شوو درسونو کې د دوامداره ګډون کولو او همدارنګه د هر آمر اطاعت کولو یادونه وکړه.

نېټه سه شنبه 18/7/1402 ه ش