کندوز پوهنتون کې د ښاروالۍ ریاست مسؤلینو له لوري د دغه ریاست د لومړۍ ربعې ترسره شوو کړنو په اړه معلوماتی غونډه ترسره شوه

kundoz_admin
Sat, Jul 13 2024 4:33 PM
 کندوز پوهنتون کې د دغه ولایت ښاروالۍ ریاست د لومړۍ ربعې کړنو په اړه معلوماتی غونډه

دغه غونډه د کندوز ښاروالۍ ریاست له خوا د کندوز پوهنتون اقتصاد تالار کې د محصلانو چارو مرستیال ښاغلی پوهنیار ضیاءالدین سیرت، د علمي څېړنو او مجلو مرستیال ښاغلی پوهنوال دوکتور خیبر سیفی، استادانو، اداري کارمندانو او محصلینو په حضور کې ترسره شوه. 

په پیل کې د محصلانو چارو مرستیال ښاغلی پوهنیار ضیاءالدین سیرت صاحب  ګډون کوونکو ته په هیواد او په ځانګړي توګه کندوز ولایت کې د وروستیو ترسره شوو لویو پروژو په اړه خپل نظریات شریک کړل او د اسلا-مي اما-رت ټولو مسؤلینو څخه یې د وطن د آبادۍ او ښېرازۍ په اړه ترسره شوو ټولو فعالیتونو څخه یې د خوښۍ تر څنګ مننه وکړه. 
ورپسې د کندوز ښاروالۍ ریاست اجرایی مدیر انجنیر میرویس پوپلزي له لوري ددغه ریاست اړوند د( ١٤٠٣ ه ش) کال لومړۍ ربعې د ترسره شوو کړنو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول چې په وینا یې د روان کال په دریو میاشتو کې نږدې لس نیم میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي او د لس میلیونو څخه زیات یې دغه ولایت کې د پرمختیایی پروژو په طرح او عملي کولو مصرف کړي دي.  
په پای کې د غونډې ګډونوالو پوښتنو ته د قناعت ورکوونکو ځوابونو څخه وروسته غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده. 
په درنښت

ورځ: شنبه 
نېټه: ١٤٤٦/١/٧ ه ق - ١٤٠٣/٤/٢٣ ه ش
د کندوز پوهنتون عامه پوهاوی عمومی مدیریت

Latest news

Mon, Nov 06 2023 10:39 AM
Background image

جلسه تحقیقات علمی ماهوار از سوی معاونیت تحقیقات علمی پوهنتون کندز برگزار شد

جلسه تحقیقات علمی ماهوار از سوی معاونیت تحقیقات علمی پوهنتون کندز برگزار شد.

جلسه تحقیقاتی درتالارآمریت انکشاف مسلکي استادان (PDC)پوهنتون کندز به رهبری پوهنوال ډاکټر خیبر سیفي معاون. . .

Mon, Nov 06 2023 10:27 AM
Background image

کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري د خصوصي پوهنتونونو لپاره د دعوت او ارشاد آمرینو څخه ازموينه واخيستل شوه

کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري د خصوصي پوهنتونونو لپاره د دعوت او ارشاد آمرینو څخه ازموينه واخيستل شوه

د کندوز پوهنتون رهبرۍ د‌ لوړو زده کړو محترم وزارت په هدایت د دې ولايت 5 خصوصي. . .

BACK TO NEWS