اقتصاد پوهنځي_کرنې پوهنځي محصلینو دعلمي سفرونو په لړ کې د کندوز سپین زر دولتي شرکت څخه لیدنه وکړه.

kundoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۰ - ۱۴:۳۷
12

اقتصاد پوهنځي_کرنې پوهنځي محصلینو دعلمي سفرونو په لړ کې د کندوز سپین زر دولتي شرکت څخه لیدنه وکړه.

د کندوز پوهنتون اقتصاد او زراعت پوهنځي محصلينو چې یاد علمي بنسټ اقتصاد پوهنځي ریئس ښاغلي پوهنمل حفیظ الله ايوبي ،د کرنې پوهنځي ریئس ښاغلي پوهنمل ګل اغا صادق او دڅانګو آمر صاحبانو یې هم ملتیا کوله د خپلو علمي سفرونو په لړ کې د کندوز سپین زر دولتي شرکت له اداري مشرتابه، کارخونو او یو شمېر بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.

د کندوز سپین زر دولتي شرکت د دفتر آمر عبدالبصیر مقصود ،ځوانو محصلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کندوز سپين زر دولتي شرکت پخواني ، اوسنيو حالاتو او نور اړين معلومات شريک کړلل.

په ناسته کې د کندوز پوهنتون اقتصاد پوهنځي ریئس ښاغلي پوهنمل حفیظ الله ايوبي ، د کرنې پوهنځي ریئس ښاغلي پوهنمل ګل اغا صادق او د کندوز سپين زر دولتي شرکت یو شمېر ادارې مسؤلینو له لوري ارزښتناک معلومات وړاندې شول.

هیره دې نوي چې څه موده وړاندې د کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري د کندوز سپين زر دولتي شرکت له رئيس سره دوو اړخيزو همکاريو هوکړه ليک هم لاسلیک شوی وو.

کندوز پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۰
Background image

په کندوز پوهنتون کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه دیني درس وړاندې شو!

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې نن د کندوز پوهنتون په مسجد کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه علمي او. . .

BACK TO NEWS