د ازموینو ملي ادارې ممتحن پلاوي په کندوز ولایت کې د ۱۴۰۲ کال کانکور درېیم پړاو ازموینې ښه ترسراوي په موخه د کندوز پوهنتون له رهبرۍ سره وکتل.
د ازموینو ملي ادارې ممتحن پلاوي په کندوز ولایت کې د ۱۴۰۲ کال کانکور درېیم پړاو ازموینې ښه ترسراوي په موخه د کندوز پوهنتون له رهبرۍ سره وکتل.
د ازموینو ملي ادارې ممتحن پلاوي کندوز پوهنتون رئيس او مرستيالانو سره د ښې همغږۍ په موخه ناسته ترسره کړه، ترڅو په کندوز ولایت کې د کانکور درېیم پړاو ازموینه په پوره امنیتي او ډاډمنه فضاء کې په منظم ډول ترسره شي، چې کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت له لوري ورته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د عامه پوهاوي اړیکو او نشراتو مدیریت