د تضمین کیفیت اواعتبارورکونې په چوکاټ کې د علمي پروګرامونو او د نویو بیاکتنی د روزلولپاره روزنیزعنوان لاندې ورکشاپ د روان کال ربیع الاول په ۲۶ پیل شو
سه شنبې ۲۹ ربیع الاول ۱۴۴۴ ه ق د تضمین کیفیت اواعتبارورکونې په چوکاټ کې د علمي پروګرامونو او د نویو بیاکتنی د روزلولپاره روزنیزعنوان لاندې ورکشاپ د روان کال ربیع الاول په ۲۶ پیل شو او څلور ورځې یې دوام ومومه یاد ورکشاپ پای د سه شنبې په ورځ چې د ۱۴۴۴ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې په ۲۹ مه نیټه، دکندز پوهنتون رئيس ښاغلي ضياءالدين سيرت په ویناوو او ورپسی ښاغلی پوهنمل امین الله امین د تضمین کیفیت اوعتبارورکولو ریاست په استازيتوب خپلې ویناوې وکړې یاد ورکشاپ د جوړیدلو موخه یې د پوهنتونونو کارکونکو کاري کچې لوړول د کاري پلانونو ترتیب او تنظیم کول او د پوهنتونونو تضمین کیفیت برنامې منظم پلي کول او د تدریس کچې لوړېدل وبلل او په دې ورکشاپ کې د شمال ختیځ زون دولتی اوشخصی پوهنتونونو استازو د کډون څخه مننه وکړه. د ورکشاپ د کډونکونکو په استازيتوب ښاغلي استاد شاه زمان زمانی خبری وکرې دا ډول ورکشاپونه يي دپوهنتون د معياري کيدلو او د کارکونکو د ظرفیت لوړولو لپاره ډېر مهم وباله او په راتلونکی کې يي د لا زیاتو ورکشاپونو غوښتنه وکړه.
په پای کې يي د ياد ورکشاپ ګډونوالوته تصدیق نامې او ستاینلیکونو ویشلوسره دلوړو زدکړووزارت د تضمین کیفیت اعتبارورکولو آمر ښاغلی قاری عبدالروف فروتن په دعا سره پای ته ورساوه .