د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلینو د چارو رئیس او د محصلانو د چارو معینیت چارسمبال
پنجشنبه د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په دیارلسمه نیټه د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلینو د چارو رئیس او د محصلانو د چارو معینیت چارسمبال ښاغلي انجینر سید اسماعیل "روحاني" د لوړو زده کړو وزارت د عالي مقام پلاوي په شتون سره لومړی دکندز ولایت د پوهنتونونو او لوړو زده کړو خصوصي موسسو له اداري او تدریسي چارو څخه لېدنه وکړه او بیا د یاد ولایت د ټولو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو خصوصي موسسو له محترمو مسئولینو سره د یوې غونډې په ترڅ کې د کندز پوهنتون د مشرتابه په شتون کې د د غه علمي بنسټ د غونډو په تالار کې ناسته وکړه او پر اړینو موضوعاتو خبرې وشوې، د لوړو زده کړو وزارت محترم پلاوي د پوهنتونونو او خصوصي تحصیلي موسسو ستونزې واوریدې او د هراړخیزو همکاریو ژمنه یې وکړه.