د چاپېریال ساتنې نړیوالې ورځې او چاپېریال اونۍ په مناسبت په کندز پوهنتون کې د چاپېریال پاکولو په موخه عامه حشر ترسره شو

kundoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۱:۵۷
133

د چاپېریال ساتنې نړیوالې ورځې او چاپېریال اونۍ په مناسبت په کندز پوهنتون کې د چاپېریال پاکولو په موخه عامه حشر ترسره شو

د محصلینو د خدماتود انسجام آمریت له لوري، د محصلانو چارو معاونیت په همغږۍ د ۱۵/۳/۱۴۰۲ ه ش ،نیټه په کندوز پوهنتون کې د چاپیریال ساتنې د فرهنګ د پیاوړتیا او ودې او د چاپیریال د ککړتیا له امله د رامنځته کیدونکو خطرونو په اړه د پوهاوي په موخه یو پروګرام جوړ کړو په دې حشر کې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهني ضیاالدین سیرت، ښاغلي پوهندوی عبداالقدوس اصولي ، د محصلینو خدماتو د انجسام آمر ښاغلي صفي الله الکوزي، د محصلینو چارو آمر ښاغلي پروېز سیفي او ګڼ شمېر محصلینو په دې حشر کې ګډون وکړ. د کندز پوهنتون رئيس په ګډون د محصلینو چارو مرستيال محصلینو ته د چاپیریال د‌پاک ساتنې په اهمیت او رول په اړه دوی د چاپیریال، د اوبو د ککړتیا د خطرونو او نورو چاپیریالي مسلو په اړه خبرې وکړې او بیا یې د لېوالو محصلینو سره یوځای په پاکولو کې فعاله برخه واخیسته.

د هر ډول ککړتیا څخه پاک سالم چاپیریال په هیله.

د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۰:۳۴
Background image

په کندوز پوهنتون کې د شمال ختيځ زون په کچه د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د علمي پروګرامونو او چوکاټ څلور ورځنی روزنيز ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

په کندوز پوهنتون کې د شمال ختيځ زون په کچه د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د علمي پروګرامونو او چوکاټ څلور ورځنی روزنيز ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

په یاد‌ ورکشاپ کې د شمال. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۰:۲۷
Background image

کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري د خصوصي پوهنتونونو لپاره د دعوت او ارشاد آمرینو څخه ازموينه واخيستل شوه

کندوز پوهنتون رهبرۍ له لوري د خصوصي پوهنتونونو لپاره د دعوت او ارشاد آمرینو څخه ازموينه واخيستل شوه

د کندوز پوهنتون رهبرۍ د‌ لوړو زده کړو محترم وزارت په هدایت د دې ولايت 5 خصوصي. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۰:۱۸
Background image

اطلاعیه

اطلاعیه:

آنعده جدید الشمولان سال 1402 پوهنتون کندز که بزمان معیین آن جهت ثبت نام مراجعه ننموده اند و غیر حاضر ثبت نام می باشند:

روز های (دوشنـــــبه و سه شنبه) تاریخ های( 15 و 16. . .

BACK TO NEWS