د کندز ولایت اړوند امارتي اداراتو سره د ناستو پر دوام، نن د کندز پوهنتون شرعياتو پوهنځی رئيس په مشرۍ او د دغه ولایت د استناف محکمې ریاست ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه؛

kundoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۱۴:۴۹
د کندوز ولایت استناف محکمې ریاست سره ګډه ناسته

دغه ناسته د کندز پوهنتون شرعياتو پوهنځی رئيس ښاغلی الحاج مولوي صاحب نصرالله اخندزاده او د ياد پوهنځي ښاغلو استادانو په ګډون د کندز ولایت استناف محکمې رئیس محترم مولوي صاحب نور محمد نوري سره د نوموړي رياست په دفتر کې ناسته ترسره شوه. 

ناسته کې پر یو لړ توآمیتونو، همکاریو او هوکړه لیکونو بحث ترسره شو، ترڅنګ یې د کندز پوهنتون شرعياتو پوهنځي رئيس له خوا داستناف محکمې ریاست ته د پوهنځی اړوند پوښتنلیکونه یا پرسشنامې، چې د استراتژیک پلان لپاره اړینې ګڼل کیدې، ورکړل شوې. 
په پای کې د دواړو  مشرانو یو له بل سره د ټولنیزو او داسې نورو برخو کې د پوره همکاریو وعدې ترسره کړې. 
ناسته د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

په درنښت 

نېټه: ۱۴۴۶/١/۱ هـ ق 
د کندز پوهنتون عامه پوهاوی، اړیکو او نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د کندوز پوهنتون داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي عملي چارې رسماً پیل شوې

د کندوز پوهنتون د داخلي سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه چې ارزښت یې یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانۍ دی، په رسمي ډول خپل عملي پړاو ته داخل شوې. دغه پروژه چې نږدې یو میاشت وړاندې یې تدارکاتي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د کندوز پوهنتون د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري معاونیت تر چتر لاندې د داخلي کنټرول او تفتیش کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب په رهبرۍ او د یادې کمېټې د غړو په ګډون، د دغه. . .

BACK TO NEWS