د کندز پوهنتون د تضمین کیفیت نوبتی غونډه
د کندز پوهنتون د تضمین کیفیت نوبتی غونډه د سه شنبې په ورځ (۷/۴/۱۴۰۱) نیټه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کندز پوهنتون رئیس ضیاءالدین سیرت، د محصلینو لپاره د کندز پوهنتون معاون ، د پوهنځیو رئیسانو، د پوهنځيو د تضمین کیفیت کمېټې غړو، د علمي څېړنو آمر، د بشري منابعو آمر او د کندز پوهنتون د تضمین کیفیت آمر ګډون درلود.
په اجنډا کې هم د پخوا په څېر هراړخیزه خبرې وشوې او د غونډې ټولو غړو د اکاډمیک اعتبار د ترلاسه کولو او د اعتبار ورکولو د دریم پړاو د بریالیتوب لپاره خپل بشپړ او اړین چمتووالی وښود.
په درنښت
د کندز پوهنتون د تضمین کیفیت آمریت