د کندز پوهنتون د علمي مجلو د مدیر هیئت ګډه غونډه

kundoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۴:۲۴
00

د دوشنبې په ورځ ۱۱/۱۴/۱۴۴۳ هـ ق، مطابق ۲۳/۳/۱۴۰۱ هـ ش کال؛ د کندز پوهنتون د علمي څیړنو د آمر پوهنمل ګل آقا انوري تر څارنې لاندې د پوهنتون د نشراتو کمیټې او د کندز پوهنتون د علمي مجلو د مدیر هیئت ګډه غونډه جوړه شوه. د کندز پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، د کرنې، وترنری او اقتصاد پوهنځیو د محترمو رئیسانو، د کیفیت د تأمین محترم آمر او د خپرونو د کمیټې د نورو محترمو غړو او د مجله مدیر هیئت په ګډون جوړ شوه. دا غونډه د قرآن کریم د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه او د اجنډا په شمول د نورو موضوعاتو په اړه تر بحث او نظریاتو وروسته لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۶:۳۰
Background image

کندوز پوهنتون کې تازه ګومارل شوي ٣٨ تنه اداري کارمندانو لپاره د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو ریاست په همکارۍ درې٣ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو!

کندوز پوهنتون کې د تازه ګومارل شویو ٣٨ تنو اداري کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه د (مامورینو چلند او اداري چارو مخ ته وړلو د څرنګوالي) تر نامه لاندې د ملکي خدمتونو او اداري. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۶:۳۳
Background image

کندوز پوهنتون کې د ښاروالۍ ریاست مسؤلینو له لوري د دغه ریاست د لومړۍ ربعې ترسره شوو کړنو په اړه معلوماتی غونډه ترسره شوه

دغه غونډه د کندوز ښاروالۍ ریاست له خوا د کندوز پوهنتون اقتصاد تالار کې د محصلانو چارو مرستیال ښاغلی پوهنیار ضیاءالدین سیرت، د علمي څېړنو او مجلو مرستیال ښاغلی پوهنوال دوکتور خیبر سیفی،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د فاریاب پوهنتون کرنې پوهنځي رئیس، استادانو او محصلینو د کندوز پوهنتون څخه خپل علمي سیر تر سره کړ

د فاریاب پوهنتون کرنې/زراعت پوهنځی رئیس، ددغه پوهنځی استادانو او محصلینو د علمی سیر په ترڅ کې لومړی د کندوز پوهنتون رهبرۍ سره د دغه پوهنتون ریاست په دفتر کې ناسته تره کړه چې په ناسته کې. . .

BACK TO NEWS