د کندز پوهنتون رئیس ښاغلي ضیاالدین "سیرت" د پولیسو اکاډمۍ د داخل خدمت پوهنځۍ رئیس ښاغلي محمد شرف "رحیمی" او ورسره مل پلاوي سره تعارفي غونډه درلوده
یکشنبه 26/11/1443 د کندز پوهنتون رئیس ښاغلي ضیاالدین "سیرت" د پولیسو اکاډمۍ د داخل خدمت پوهنځۍ رئیس ښاغلي محمد شرف "رحیمی" او ورسره مل پلاوي سره تعارفي غونډه درلوده.
په یاده ناسته کې د کندز پوهنتون ریاست او د پولیسو اکاډمۍ عمومي قوماندانۍ تر منځ د علمي او څېړنیزو همکاریو د هوکړه لیک د لاسلیک لپاره د چمتووالي او همغږۍ په اړه هراړخیزه بحث وشو.
په پام کې ده چې یاد تړون لیک په نږدې راتلونکي کې د دواړو خواوو (کندز پوهنتون ریاست او د پولیسو اکاډمۍ عمومي قوماندانۍ) ترمنځ لاسلیک شي.