د کندز پوهنتون ریاست او د پولیسو اکاډمۍ د عمومي قوماندانۍ ترمنځ د علمي او څیړنیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو
دوشنبه 11/27/1443 د کندز پوهنتون ریاست او د پولیسو اکاډمۍ د عمومي قوماندانۍ ترمنځ د علمي او څیړنیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه تړون ليک چي د دواړو ښوونیزو بنسټونو د استادانو او محصلينو ترمنځ د علمي، څيړنيزو، عملي کارونو او د تجربو د تبادلې په برخو کې د متقابلو همکاريو په مقصد د کندز پوهنتون د ریاست او د پوليسو اکاډمۍ د عمومي قوماندانۍ د موافقې له مخې چمتو شوى ده د کندز پوهنتون د رئیس ښاغلي ضیاالدین "سیرت" او د پولیسو د اکاډمۍ عمومي قومندان شیخ محمد نظر "شینواري" تر منځ د درې کلونو لپاره لاسلیک شو او دواړو لورو د یاد هوکړه لیک د احکامو د تطبیق ژمنه وکړه.