د کندوز ولايت د ښار جوړونې رئیس د کندوز پوهنتون داخلي پروژو څخه لیدنه وکړه.

kundoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴۸
11

د کندوز ولايت د ښار جوړونې رئیس د کندوز پوهنتون داخلي پروژو څخه لیدنه وکړه.

شنبه 1444/8/18 چې د 1401/12/20 نېټې سره سمون لري دکندوز ولايت د ښار جوړونې رئیس ښاغلي م و ل و ي صاحب محمد رمضان کلیم، چې د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاالدین سیرت ، د مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي الحاج قاري محمد امیر صادق او نورو مسؤلینو یې ملتیا کوله د کندوز پوهنتون داخلي پروژو د کار جریان څخه لیدنه وکړه..

د ښار جوړونې رئیس ښاغلي م و ل و ي صاحب محمد رمضان کلیم د کندوز پوهنتون د روستي پرمختګونو او د کندوز پوهنتون مشرتابه هغه هڅې وستایلې چې په روستيو څو میاشتو کې کړي د مننې ترڅنګ داېې د کندوز پوهنتون او دکندوز ولايت ځوان کهول د لاپرمختګ لویه لاسته راوړنه وبلله.

د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنيار ضیاالدین سیرت او د مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي الحاج محمد امیر صادق د کندوز ولايت ښار جوړونې رئیس په راتګ سره خوښي څرګنده کړه او یادو پورژو نظارت یې د کاري لومړیتوبونو څخه وګڼلو،او همداراز یې دپلان مطابق د پروژو د کار جریان معلومات دښارجوړونې رئیس سره شریک کړلل.

د کندوز پوهنتون عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۰
Background image

په کندوز پوهنتون کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه دیني درس وړاندې شو!

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې نن د کندوز پوهنتون په مسجد کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه علمي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۲
Background image

په کندوز پوهنتون کې د اسلامي نړۍ د سیاسي وضعیت په اړه د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته سیمینار وړاندې شو!

د کندوز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته د «د اسلامي نړۍ سیاسي وضعیت» تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو

په دغه سیمینار کې د اسلامي نړۍ د اوسني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

د کندوز پوهنتون محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې د پایلو او جایزو وېش غونډه ترسره شوه!

د کندوز پوهنتون د محصلانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله اخوندزاده حفظه‌الله تعالی د پنځو فرمانونو د کتاب لوستنې او مطالعې د پایلو او غوره محصلانو ته د جایزو او تقدیرنامو د. . .

BACK TO NEWS