د کندوز ولايت ښار جوړونې رئیس د کندوز پوهنتون داخلي پروژو څخه لیدنه وکړه.
د کندوز ولايت ښار جوړونې رئیس د کندوز پوهنتون داخلي پروژو څخه لیدنه وکړه.
د کندوز ولايت د ښار جوړونې ریئس ښاغلي م و ل و ي صاحب محمد رمضان کلیم ، د ښار جوړونې ښاغلو انجینر صاحبانو او یوشمیر نورو مسؤلینو د کندوز پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري محمد امير صادق په ملتيا د کندوز پوهنتون داخلي پروژو له کاري جریان څخه لیدنه وکړه.
کندوز ولايت د ښار جوړونې ریئس صاحب د پروژو له بېلابېلو برخو څخه د بشپړ نظارت وروسته اړونده مسوولینو ته د هڅونې ترڅنګ اړنې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت