د کندوز پوهنتون رئيس د خوست شیخ زاهد پوهنتون په نوښت او د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ د طبیعي علومو درې ورځنی ملي سمپوزیم کې ګډون وکړو.
د کندوز پوهنتون رئيس د خوست شیخ زاهد پوهنتون په نوښت او د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ د طبیعي علومو درې ورځنی ملي سمپوزیم کې ګډون وکړو.
د کندوز پوهنتون رئيس ښاغلي پوهنیار ضیاءالدین سیرت د خوست شیخ زاهد پوهنتون کې جوړ شوي ،طبیعي علومو درې ورځنی ملي سمپوزیم کې ګډون وکړو.
په یاد سمپوزیم کې یو شمیر مخورو مسؤلینو د لوړو زدکړو محترم وزارت رهبرۍ ، معین صاحبانو د هېواد د ټولو پوهنتونونو رئیس صاحبانو ، استادانو ګډون کړی وو چې په ډېر ښه شکل سره پای ته ورسېده.
د یادولو وړ ده چې د یاد سمپوزیم په درېیمه ورځ هم د طبیعي علومو اړوند د ۶ پوهنتونونو د ۱۳ استادانو له لوري خپلې علمي ـ څېړنیزې مقالې وړاندې او ناسته مسؤلینو، استادانو او تنظیموونکو ته د ستاینلیکونو او تندیسونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.
د عامه پوهاوي اړیکو او نشراتو مدیریت
نېټه: پنجشنبه
1444\12\24هـ.ق 1402\4\22هـ.ش 2023\7\13م