د کندوز پوهنتون زراعت پوهنځي نوو راغلو محصلینو ته د دې پوهنځي رئیس ،د څانګو آمرینو او اداري کارمندانو د ور پېژندنې غونډه

kundoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۸ - ۹:۱۱
23

کندوز پوهنتون کې د زراعت پوهنځي نوو راغلو محصلینو ته د دې پوهنځي رئیس ،د څانګو آمرینو او اداري کارمندانو پېژندنې غونډه ترسره شوه.

دوشنبه ۱۴۴۴/۹/۵ چې د ۱۴۰۲ /۱/۷ ه ش کال نېټې سره سمون لري د کندوز پوهنتون زراعت پوهنځي نوو راغلو محصلینو ته د دې پوهنځي رئیس ،د څانګو آمرینو او اداري کارمندانو د ور پېژندنې غونډه د امن په فضا کې ترسره شوه.

یاده غونډه د کندوز پوهنتون د زراعت پوهنځي نوي راغلي محصل حافظ محمد یوسف ضیایي د قرانکريم په څو مبارکو اياتونو سره پیل کړه .

ورپسې د کندوز پوهنتون د زراعت پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنمل ګل آغا صادق نوو راغلو ځوانو محصلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ، د ټولنيز ادب، ټولنيز اخلاق، متقابل احترام ،د ټولنې او پوهنتون چاپيريال کې د ځوانانو په مسئوليتونو هر اړخيزه وينا وکړه.

دغه راز په دغه پېژندنې غونډه کې د فرهنګي کمېټې مسؤل په ګډوه د څانګو آمرینو ، اداري کارمندانو په خپل نوبت سره خپلې علمي ویناوې ګډونوالو ته واورولې.

کندوز پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۰
Background image

په کندوز پوهنتون کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه دیني درس وړاندې شو!

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې نن د کندوز پوهنتون په مسجد کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه علمي او. . .

BACK TO NEWS