د کندوز پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي فزیک څانګې د محصلینو نوې اختراع!

kundoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۰:۳۱
vbn

د کندوز پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي فزیک څانګې د محصلینو نوې اختراع!

د کندوز پوهنتون دښوونې او روزنې پوهنځي فزیک څانګې محصلینو د هر اړخیزو هڅو،مطالعاتو، څېړنواو داستادانو په لارښوونه اوهمکارۍ یو داسې بې بریښنا واټرپمپ(UN Electric Waterpump ) الحمدالله جوړ کړی چې هیڅ ډول بریښنایي انرژۍ ته اړتیا نه لري. دا په دې مانا ده چې د اړتیا وړ مقدار د اوبو لیږدولو لپاره بریښنا ته اړتیا نشته دا د اوبو پمپ د 1 انچ، 2 انچ، 3 انچ، 4 انچ، 5 انچ او داسې نور د اوبو لیږد ظرفیت لري، دا کولی شي د 1000 مترو لوړوالي او په عمودي توګه همداراز له هغې څخه ډیر افقی ډول د اوبه انتقال کړي. د دې واټر پمپ کار د پورتنۍ او ښکته فشار په واسطه ترسره کیږي چې د ذکر شوي وسیلې لخوا تولید شوي چې د فزیک مختلف قوانین اطاعت کوي.

په همدې مناست د کندوز پوهنتون رئیس ښاغلي ضیاالدین سیرت سره چې د کندوز ولایت مقام د دفتر رئیس ښاغلي م و ل وی عبدالغفور شهیدزوی ، د پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار غلام نبي څپاند ، د محصلینو چارو مرستیال ښاغلي پوهندوی عبدالقدوس اصولي ، د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار سیدکمال معنوي ، د فزیک څانګې ښاغلي استاد پوهنمل شفیع الله رحمانیار،او ښاغلي استاد شکرالله زیرک یې هم ملتیا کوله د دوی هڅې وستایلې او د پوره همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

هیره دې نوي وي چې یاد کسان له ځوانو محصلینو سره یوځای ساحې ته ولاړل او هلته ځوانو محصلینو خپل اختراع شوی واټرپمپ په اړه بشپړ معلومات وړاندې شول.

یک شنبه: 13/11/1444ه ق

14/3/1402 ه ش

د عامه پوهاوي او اړیکو مدیریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس!

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او اهتمام او د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر مشرتابه حفظه‌الله د فرمانونو علمي ــ څېړنیز کنفرانس

ډېر ژر...

کنفرانس علمی ـ تحقیقی پیرامون فرامین عالیقدر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۰
Background image

په کندوز پوهنتون کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه دیني درس وړاندې شو!

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په لړ کې نن د کندوز پوهنتون په مسجد کې د بیت‌المال د ساتنې او له خیانت څخه د ځان ساتلو په اړه علمي او. . .

BACK TO NEWS